Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                        جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د اوبو څښلو سُنَّت او اَداب

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د اوښ پۀ شان پۀ يوه ساه کښې څښل مۀ کوئ بلکې دوه يا درې ځل (د ساه ګانو اخستو سره) څښل کوئ او د څښلو نه مخکښې بِسْم اللہ لولئ او پۀ فارغيدو اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ!۔ ([2])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! که اوبه وي او که د څښلو څۀ بل څيز * د څښلو نه مخکښې بِسْمِ الله لولئ * وړوکے وړوکے ګوټ کوئ، د غټ ګوټ کولو سره د ځيګر بيماري پيدا کيږي *  اوبه پۀ دريو ساه ګانو کښې څښئ او پۀ ښي لاس سره يـې څښئ * که پۀ لوټه  وغيره مو اودس کړے وي نو د هغې نه د پاتې شوو اوبو پۀ څښلو کښې د 70 مرضونو شِفا ده چې دا د آبِ زم زم شريف مشابهت لري، د دې دوؤ (يعنې د اودس نه د پاتې شوو اوبو او د زم زم شريف) نه علاوه هرې اوبه پۀ ولاړه څښل مکروه عمل دے، دا دواړه قِسمه اوبه قبلې طرف ته د مخ کولو سره پۀ ولاړه څښئ * د څښلو نه مخکښې يـې ښه وګورئ چې د څښلو پۀ څيز کښې څۀ ضرر رسوونکے څيز خو نشته    * د څښلو نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ * امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بِسْمِ اللہ وئيلو سره پۀ اوبو څښلو شروع کوئ، د وړومبۍ ساه پۀ اخِره کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ د


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... ترمذی،  کتاب الاشربۃ، صفحہ:464، حدیث:1885۔