Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

هم وي چې انسان پۀ غير محسوس انداز کښې ډير څۀ زده کړي * کار روزګار يـې هم نه خرابيږي او پۀ يو څو ورځو کښې ډير معلومات حاصل شي * لکه څنګه چې نـمونځ دے، د دې احکام او مسائل خو دومره ډير دي چې کتابونه ترينه ډک دي، زمونږ پۀ شان خلق به دومره غټ غټ کتابونه څنګه لولي؟ دومره وخت به څنګه اوباسي؟ ځکه اسانه طريقه دا ده چې د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس وکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې غټو غټو کتابونو نچوړ به درته ښودلے کيږي * بيا به مو ديني ماحول هم نصيب شي * د نيکانو خلقو صحبت به مو هم نصيب شي، د دې خپل برکتونه دي۔

بے لارې شوے زوي يـې د نيکۍ پۀ لار روان شو

د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زمونږ د علاقې يو ځوان  کوم چې د مور پلار يو زوي وو، د غلط صحبت پۀ وجه پۀ چرسو  راواوړيدو، د کور نه بهر وخت تيرول د هغۀ معمول وو، چې له وجهې يـې د هغۀ مور پلار ډير پريشانه وو۔ يوه ورځ يو اِسلامي ورور هٰغه ځوان  پوهه کړو او هغۀ ته يـې د 63 ورځو پۀ مَدَني تربيتي کورس کښې د شرکت کولو ترغيب ورکړو، د خوش قِسمتۍ له وجهې هغۀ راضي شو او پۀ تربيتي کورس کښې يـې شرکت وکړو۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! يو څو ورځې پس هٰغه ځوان کور ته فون وکړو چې پۀ تربيتي کورس کښې ډيره مزه محسوسووم، نور دا چې ما د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه کړې ده، اوس زۀ د جَمعې سره نـمونځونه ادا کووم، سُنَّت زده کووم او ما ته ډير سکون حاصليږي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مَدَني تربيتي کورس نه پۀ واپسۍ هغۀ واقعي چې ډير بدل شوے وو۔ ګيره يـې پريښي وه او عمامه يـې پۀ سر کړې وه۔

اِسلامي ورور مخکښې وائي چې د هٰغه ځوان  مور پۀ ژړا ژړا کښې د دعوتِ اِسلامي والوو ته دعاګانې کوي چې الله پاک دې دوئي سلامت لري چې د دوئي پۀ کوششونو زما بے لارې شوے ځوي د نيکې د لارې مسافر جوړ شو۔