Book Name:Safr e Haj Key Adab
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا درې آداب دي۔ چې کله هم د حج د سفر سعادت نصيب کيږي، عمرې له د تللو سعادت نصيب کيږي، د دې دريو واړو خبرو نه مونږ له لازمي ځان بچ ساتل پکار دي، پۀ دې مقدس مبارک سفر کښې د ګنده خبرو نه بچ کيدل بلکې حق خو دا دي چې مونږه د ژبې قفلِ مدينه ولګوو (يعنې خاموشي اِختيار کړو)، صرف او صرف ښې خبرې کوو، د ګناهونو نه ډکې خبرې کول خو غټه خبره ده چې فضول خبرې هم نۀ کوو، داسې هيڅ قِسمه د ګناه کار پۀ دې سفر کښې نۀ دي کول پکار او جنګ جګړې هم هيڅکله نۀ دي کول پکار۔
او تر څو پورې چې د حج سعادت نۀ وي نصيب شوے، د عمرې د سفر سعادت نۀ وي نصيب شوے، تر هٰغه وخته پورې پۀ خپل کور، خپله محله، خپل ښار او د دوستانو پۀ محفل وغيره کښې هم د دې نه بچ کيدل پکار دي۔
د ترمذي شريف پۀ حديثِ پاک کښې دي: د بے حيايۍ والا خبرې د بد اخلاقۍ يو ښاخ دے او بد اخلاقي دوزخ ته (بوتلونکې) ده۔ ([1])
حضرت ابراهيم بن مَيسره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بے حيايۍ خبرو کولو والا به د قيامت پۀ ورځ د سپي پۀ شکل کښې راځي۔ ([2])
آئیں نہ مجھ کو وَسوسے اور گندے خیالات دِے ذہن کا اور دِل کا خُدا! قفلِ مدینہ ([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د عِبرت خبره ده، دلته چې کوم ځوانان ګنده ګنده خبرې کوي، اوس به بنده د دغه خبرو څۀ مثال ورکړي، داسې ګنده خبرې وي چې حيادار انسان يـې واوري نو غوږونو له به لاسونه يوسي، داسې خبرې کوونکي دې عبرت حاصل کړي