Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: اے د الله پاک نبي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي! کوم چې تاسو رښتونے نبي  راليږلي يئ، بے شکه تاسو ټول سوالونه صحيح اِرشاد کړل، اوس د دې جوابونه هم عطا کړئ، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: * چې کله حاجي د خپل کور نه ووځي نو د هغۀ د سورلۍ د هر قدم پۀ بدله کښې د هغۀ د پاره يوه نيکي ليکلے کيږي او د هغۀ يوه ګناه معاف کولے کيږي * چې کله هغۀ پۀ ميدانِ عرفات کښې ايساريږي نو الله پاک د خپل شان لائق پۀ آسمانِ دُنيا باندې جلوه ګر کيږي او فرمائي: اے فرښتو! ګواه شئ چې ما د دۀ ګناهونه معاف کړل اګر که د باران د څاڅکو او د شګې د ذرو برابر وي۔

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور وفرمائيل: * چې کله حاجي شيطانان پۀ کاڼو باندې ولي نو تر قيامته پورې د هغې د ثواب نه څوک خبريدے نشي * چې کله هغۀ خپل سر خريـي نو د هغۀ د سر نه د غورځيدونکي هر ويښته پۀ بدل کښې به د قيامت پۀ ورځ نُور وي * او چې کله حاجي د کعبې شريفې اخري طواف کوي نو د ګناهونو نه داسې پاک شي لکه څنګه چې پۀ هٰغه ورځ وو کله چې د هغۀ مور هغۀ زيږولے وو۔ ([1])

 د حج فضائل او برکتونه

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې د حج کولو څومره زبردست فضائل دي * حاجي چې د کور نه ووځي نو د هغۀ د هر قدم پۀ بدله کښي يوه نيکي ليکلے کيږي * يوه ګناه يـې ورانولے کيږي * پۀ ميدانِ عرفات کښي د هغۀ ټول ګناهونه معاف کيږي * حاجي چې کله شيطان پۀ کاڼو باندې ولي نو هغۀ ته بے شميره اَجر عطا کولے کيږي * حاجي چې کله سر خريـي نو د هر يو ويښته پۀ بدل کښې به ورته د قيامت پۀ ورځ يو نُور عطا کولے شي * حاجي چي کله د بيت الله اخري طواف کوي نو هغۀ د ګناهونو نه بالکل پاک صفا شي * د قبول شوي حج بدله جنَّت دے * حج مخکښني


 

 



[1]... صحیح ابن حبان، کتاب کتاب الصلاۃ، صفحہ:586، حدیث:1887۔