Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
نو سوچ اوکړئ! څومره مصروفيات وو، د دې ټولو مصروفياتو باوُجود به خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پابندئ او كثرت سره د الله پاك عبادت كولو.
دُنيا ته د راتلو مقصد عبادت دے
آه! يو مونږه يو چې د هر كار د پاره وخت ويستلے شُو، د مال ګټلو د پاره راسره ډير ډير وخت دے * که سيل له تلل وي نو وخت راسره شته * د موبائل او سوشل ميډيا د پاره مونږ سره وخت ښه ډير وي * که چرې مداري راشي نو د هغه خوا ته د راجمع کيدلو وخت هُم راسره وي * د لوبو د پاره هم راسره وخت وي * د ميچونو کتلو د پاره راسره په سړكونو باندې د غټو غټو ايل سى ډيانو لګولو او د شپې ناوخته پورې د ميچونو کتلو او شور شغرب كولو هم ډير وخت وي. خو که مونږ ته وخت نه ميلاويږي نو صرف د عبادت د پاره را ته نه ميلاويږي * که مونږ ته وخت نه ميلاويږي نو د اشراق وڅاښت د نوافلو د پاره راته نه ميلاويږي *که مونږ سره وخت نه وي نو د اَوَّابينو د نوافلو ادا كولو د پاره راسره نه وي * که وخت راسره نه وي نو په نيكو اجتماعاتو كښې د شركت كولو وخت راسره نه وي * د علم زده كولو وخت راسره نه وي * كه وخت راسره نشته نو د قبر وآخرت د تيارئ وخت راسره نشته *د دې نه علاوه د دُنياوي كارونو د پاره که په هره طريقه وي مونږه وخت اوباسو.
كاش چې مونږ ته د آخرت سوچ را نصيب شي، كاش چې مونږه خپل خوږ آقا و مَولٰی، محمدِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عملي طور خپل آئيډيل جوړولو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاك سيرت په خپل ژوند كښې نافذ كولو كښې كامياب شو. كاش چې د عبادت توفيق را نصيب شي.
عبادت میں گزرے مِری زِندگانی کرم ہو کرم یا خدا یا اِلٰہی([1])