Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې که څوک د عبادت خوند حاصلول غواړي نو د نيكو خلقو په خدمت كښې دِ حاضر شي، کيدے شي چې زمونږ طرف ته هُم کله د رحمت نظر اوشي او د فتح محمد په شان په يو نظرِ كرم سره زمونږه زړه هم روښانه شي.
الله پاك دِ زمونږ د زړه سختي لرې كړي، زمونږ زړه دِ روښانه کړي، كاش چې په لمُونځونو كښې مو زړه اولګي، كاش چې د عبادت شوق رانصيب شي، كاش! چې مونږ ته هم د عبادت خوند رانصيب شي او په دې باندې ثابت قدمي هم رانصيب شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اِمام جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِكرِ خير
مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د حضرتِ سَيِّدُنا امام جعفر صادِق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکر خير وارو، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم: جعفر او كُنيت ابو عبدُالله دے. د امام جعفر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رښتيا وئيل ډىر مشهور وو، په دې وجه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته صادِق (يعني رښتيا وئيلو والا) وائي، اِمام جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 80 هجرئ كښې پيدا شوے وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حُسيني سَيِّد دے. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِمام محمد باقِر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ځوئ، د اِمام زِينُ العابِدِين رَضِیَ الله عَنْهُ نمسے او د سَيِّدُ الشُّهداء، شهيدِ كربلا حضرت اِمام حُسين رَضِیَ الله عَنْهُ كړوَسے دے. د اِمام جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نسب شريف مُتَعَلِّق يوه ښكلې خبره دا ده چې د هغوئي والده محترمه حضرت بي بي اُمِّ فَروَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهَا د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ كړوَسئ وه [يعني د