Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
واسع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شوم، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه [د صُحبت] په بركت به ما ته فائده حاصليده.[1]
میاں شير محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاكستان د مشهورو اوليائے كرامو نه دے، يو ځل د هغوئي يو مُريد د هغوئي په خدمت كښې عرض اوكړو: محترمه باباجي! زما يو ځوئ فتح محمد دے، ما په ډير شوق سره هغه د قُرآنِ پاك حافظ جوړ كړو خو هغه لمُونځ نه كوي. میاں شيرمحمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اوفرمائيل: هغه زما خوا له راوله. مُريد دوه ورځې پس خپل ځوئ د ځان سره حاضر كړو او عرض ئې اوكړو: محترمه باباجي! فتح محمد حاضر دے. میاں شيرمحمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه په ډيره مينه تپوس اوكړو: فتح محمده! لمُونځ ولے نه كوے؟ هغه عرض اوكړو: لمَانځه ته مې زړه نه لګي، كه ما لمُونځ ګزاره جوړوئ نو لـمانځه ته مې زړه اولګوئ.
میاں شيرمحمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په پزَکي باندې ملاست وو، د فتح محمد خبره ئې چې واوريدله نو په جوش كښې راپاڅيدو او كښيناستلو او د كلِمَۀ شهادت په ګوته ئې د هغه زړه ته اشاره اوكړه او ورته ئې اوفرمائيل: ځه! اوس به دِ زړه لګي. بس د الله پاك د ولـئ كامِل دومره وئيل وو چې د فتح محمد دا كيفِيَّت جوړ شو چې د ماسپښين لمُونځ به ئې شروع كړو نو د مازديګره پورې به ئې د ماسپښين لمُونځ مكمل كيدلو، د ماسخُتن نِيَّت به ئې چې اوتړلو نو [کله کله به په لمَانځه كښې داسې مشغوله شو چې] سحر به شو.[2]