Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
مير عبدُ الواحد بالګرامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: د لمَانځه نه پس ئې چا ته اوفرمائيل: اوګورئ زما په سترګه كښې څه څيز پريوتے دے. چې اوكتلے شو نو د مُصلّے تيره ډکے ئې په سترګه كښې خخ شوے وو او د هغې په وجه ئې سترګه زخمي شوي وه. كتونكي ورته اووئيل: اے سَيِّده! ستاسو سترګه زخمي شوې ده او تاسو ته هډو احساس نشته؟ هغې اوفرمائيل: زه په لمَانځه كښې ووم چې دا واقعه راته پيښه شوې ده، چې كله د خپل ربّ په بارګاه کښې ولاړه يم نو كه ټول دوزخ هم زما په سترګه کښې تير شي نو د خوفِ خُدا په سبب به زه خبره هم نه شم.[1] يو فارسي شاعر وئيلي دي:
نَمَازِ زَاهِدَاں سَجْدَہ سُجُوْد اَسْت نَمَازِ عَاشِقَاں تَرْکِ وَجُوْد اَسْت
قِیَام وقَعْدَہ وتَکْبِیْر ونِیَّت هَمَہ مَحْواَسْت دَرْ عَیْنِ مَعِیَّت ([2])
وضاحت: د زاهدانو لمُونځ ركوع او سجده ده او د عاشِقانو لمُونځ تركِ وُجود دے (يعني په عشقِ اِلٰهي کښې فنا خلق چې كله په لمَانځه اودريږي نو خپل ځان هير كړي). په قيام، قعده، تكبير او نِيَّت وغيره د لمَانځه په ټولو اعمالو كښې هغوئي په عينِ مَعِيَّت (يعني د الله پاك د بارګاه د حاضرئ په خوند) كښې ډُوب وي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د عبادت د خوند نه د محرومئ وبال
اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل چې زمونږه بزرګانِ دين به څنګه په خُشوع او خُضُوع سره د الله پاك په ياد كښې مشغوله اوسيدل او په ډير شوق او محبت به ئې