Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

عبادت كولو. الله پاك دِ مونږ ته هم په عبادت و رياضت كښې داسې خوند رانصيب كړي. اِمام حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: خلق، د لمَانځه، قرآن او د دُعا، دې درې واړوڅيزونو د خوږ والي نه محرومه شو، كه تاسو ته د دې درې واړو څيزونو خوږوالے نصيب شي نو د الله پاك شُكر ادا كړئ، چې [کومو] خلقو ته دا نصيب نه شي نو پوهه شئ چې په هغوئي د خير دروازے بندې شوي دي.[1]

    اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ!  غور اوكړئ! د لمَانځه، تلاوت او دُعا د خوند نه محروميدل څومره د نقصان خبره ده...!! افسوس نن زمونږ حال څه هُم داسې دے * په لمُونځونو كښې مو زړه نه لګي* که د تلاوت خبره شي نو كيدے شي څو څو مياشتې تيرې شي خو  تلاوت طرف ته زمونږ توجُّه نه ځي * آؤ! يوه دُعا ده چې مونږه ئې د لمُونځونو نه پس غواړو * هغه هم څنګه غواړو؟ زمونږ د دُعا كولو انداز څنګه وي؟ * په دُعا كښې زمونږه توجُّه چرته وي؟ * په دُعا كښې مو خُشُوع  و خُضُوع څومره وي؟ دا ټول څيزونه هُم د غور و فکر وړ دي.

     ډيره د افسوس خبره ده! چې  *مونږه د عبادت نه او د ژوند اصل مقصد نه لرې وتي يو * د لمُونځونو ذوق و شوق كم شوے دے * د دُعا غوښتلو شوق كم شوے دے * مونږه قرآنِ كريم په ادب سره په المَارئ كښې ايښودے وي خو داسې نه کوو چې د دې په تلاوت كولو د زړه زنګ لرې كړو، هُم دا وجه ده چې زمونږه حالات ورځ تر ورځ خرابيږي * نن زمونږه مُعاشره تباهئ طرف ته روانه ده  *په كورونو كښې مو جنګ جګړې دي* سكون او اطمينان نشته * كاروباري مسائل دي * په زړونو كښې سكون نشته * په خپل مينځ كښې محبتوبه تقريباً ختم دي  *د يو بل احترام


 

 



[1]...شعب الایمان ، باب فی معالجۃ کل ، فصل فی الطبع علی القلب، جلد:5، صفحہ:447، حدیث:7226۔