Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ په زخمي حالت كښې اوليدو نو زر زر ئې د هغوئي د بدن نه غشي اوويستل او تپوس ئې ترينه اوكړو چې په تاسو دُښمن حمله اوكړه نو تاسو زه ولے را بيدار نكړم؟ نو د قُرآن و لمُونځ شيدائي انصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ اووئيل: ما په لمَانځه كښې د يو سُورت تِلاوت شروع كړے وو، ما دا خوښه نه کړه چې سُورت نيمګړے پريږدم او لمُونځ مات كړم. په خُدائے پاک مې دِ قَسَم وي! كه حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته د څوكئ ذِمه واري نه وے راكړے نو ما به خپل ځان قربان کړے وے خو سُورت به مې ضرور پوره كولے.[1]

عبادت میں، ریاضت میں،  تلاوت میں لگا دے دل   رجب کا واسِطہ دیتاہوں فرما دے کرم مولیٰ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                      صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(2) حضرت عُروه بِن زُبير او د عبادت شوق

    د حضرت عُروه بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْهُ په ښپه كښې يو ځل آكِله [يو قِسم دانه] راوختله (آكله هغه دانے ته وائي، چې هغې سره غوښه رژيږي)، طبيبانو (يعني ډاكټرانو) دا تجويز وركړو چې د دوئي ښپه دِ كټ كړے شي چې دا زخم په پوره بدن كښې خور نه شي خو حضرت عُروه بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْهُ په دې باندې راضي نه شو او مسلسل اِنكار ئې  كولو. آخر طبيبانو ته اووئيل شو چې كله دوئي لمُونځ ادا كوي نو تاسو د دوئي ښپه كټ كړئ. طبيبانو هُم داسې اوكړل، حضرت عُروه بِن


 

 



[1]...عیون الحکایات، حصہ اول، صفحہ:33و34۔