Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
12 ديني كارونو كښې يو ديني كار :”نيك اعمال“
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عبادت ذوق او شوق زياتولو، د عبادت د خوند نِعمَت موندلو او په زړه كښې د اوليائے كرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ تَـعَالٰی محبت رابيدارولو د پاره د عاشقانِ رَسُول دينی تحریك دعوتِ اسلامی ديني ماحول سره وابسته شئ، او 12 ديني كارونو كښې د زړه په اخلاص سره حصه واخلئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دې په بركت به د دِين او دُنيا بيشميره نيكئ در نصيب شي. د ذيلي حلقے 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: نيك اعمال هم دي.
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ خپلو مريدانو د خپلې اصلاح بهترينه نُسخه وركړې ده او هغه ده رساله نيك اعمال. تاسو دا جيبي سائز مختصره رساله د مكتبةُ المَدينه نه قيمتاً واخلئ، اوئې لولئ، او د دې مطابق ژوند تيروئ او هره روځ د خپلو اعمالو محاسَبَه كوئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دې رسالے په بركت به مو د ګناهونو نه د بچ كيدو او د نيكو كولو ذِهن جوړ شي، د زړه پاك والے به درنصيب شي او كردار به مو ښكلے ښائسته او صفا سوتره شي.
د كراچئ د علاقے نيو كراچي د يو اسلامي ورور بيان دے چې زمونږ د جمات امام صاحب كوم چې د دعوتِ اسلامي د ماحول سره تعلق لري، هغوئي د اِنفِرادي كوشش په ذريعه يوه ورځ زما مشر ورور ته د 72 نيك اعمالو رساله په تحفه كښې وركړه، هغوئي [رساله] كور ته راوړوه، چې اولوستله ئې نو حيران پاتې شو چې په دې مختصره رساله كښې يو مسلمان ته د اسلامي ژوند تيرولو څومره زبردسته فارمولا وركړے شوې ده. بس د نيك اعمالو رسالے د هغوئي په ژوند كښې انقلاب راوستلو، هغوئي ته د