Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
ابوبکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نمسي حضرت قاسم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لور وه]. دغسې اِمام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پلار له طرفه حُسَيني دے او د مور له طرفه صِدِّيقـي دے.[1]
د حضرت اِمام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارك 68 كاله وو، هغوئي په 15 رَجَبُ الْمُرَجَّب 148هجرئ كښې وفات شولو، د هغوئي قبر مبارك په جنَّتُ البَقيع كښې دے.[2]
حضرت لَيث بن سَـعْد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه يو ځل د حج په اراده مکّے مُکَرَّمے ته حاضر شوم، د مازديګر د لـمانځه نه پس زه مسجد الحرام ته نزدې غر جَبَلِ اَبي قُبَيس طرف ته لاړم. ما اوکتل چې يو کس ناست دے او دا دعا کوي: یا رَبِّ! یارَبِّ! تر دې چې ساه ئې ختمه شوه. بيا ئې اووئيل: ”يا الله! يا الله!‘‘ تر دې چې بيا ئې ساه ختمه شوه، بيا ئې اووئيل: ”يَا حَـىُّ يَا قَيُّوْمُ! حَـىُّ يَا قَيُّوْمُ!‘‘ تر دې چې ساه ئې ختمه شوه. بيا ئې اووئيل: ”يَا رَﺭحْمٰنُ! يَا رَﺭحْمٰنُ!“ تر دې چې ساه ئې ختمه شوه. بيا ئې د ”يَا اَرْﺭحَمَ الرّٰحِمِيْن!“ وِرد کولو کولو تر دې چې ساه ئې ختمه شوه. چې کله فارغه شو نو د الله پاك په بارګاه کښې ئې عرض اوکړو: يا الله پاکه! د انګورو [كوَرو] خوړلو خواهش مې دے، په ما انګور اوخورې او زما څادر شليدلے دے، ما ته نوے څادر راعطا کړې. حضرت لَيث بن سَـعْد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په الله پاک مې دِ قسم وي! د هغه خبره لا پوره شوې نه وه چې ما يوه ټوكرئ اوليده چې د انګورو نه ډکه وه حالانکه هغه ورځو کښې د انګورو موسم نه وو او ورسره دوه څادرې هم وے. کله چې هغوئي د انګورو خوړلو اراده اوکړه نو ما اُووئيل: چې زه هم تاسو سره شريک يم، چې کله تاسو دعا اوکړه نو ما اٰمِين وئيلے وو. هغوئي