Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
يعني دُنياوي بادشاهان چې څنګه په تاج وتخت باندې د قبضے كولو د پاره په خپل مينځ كښې جنګ كوي، كه هغوئي ته معلومه شي چې په عبادت كښې خوند څومره دے نو هغوئي به د تاج و تخت نه بلكه د عبادت د خوند شوقين جوړ شوي وے.
روايت دے چې د صحابـيِ رسول، حضرت مُعاذ بِن جبل رَضِیَ الله عَنْهُ آخري وخت راغے نو هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ په ژړا شولو، عرض اوكړے شو: جناب! تاسو ولے ژاړئ؟ اوئې فرمائيل: ځكه ژاړم چې زه به د مرګ نه پس د ګرمئ د روژو د تندې نه او د يخنئ د شپو د لمَانځه ادا كولو نه محرومه شم او د عُلمائے كرامو د ذِكر په حلقو كښې به نه شم حاضريدے. [1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! اوګورئ! چا ته چې د عبادت خوند نصيب دے، هغه د دُنيا په هر څيز باندې عبادت ته ترجيح وركوي. كاش چې مونږ ته هم د عبادت خوند رانصيب شي، كاش چې مونږه د هر څيز نه زيات عبادت ته اَهَمِّيَّت وركوونكي جوړ شو.
د عبادت د خوند مُتَعَلِّق 5 واقعات
(1) اَنصاري صحابي او د عبادت خوند
حضرت جابِر رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: يو ځل مونږه د الله پاك خوږ او آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره يوے غزوے ته لاړو، بيرته راتلو کښې مونږه يوے غرئىزه علاقے ته را اورسيدُو، نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هلته د قيام [يعني پړاؤ كولو حكم اوفرمائيلو، ټولو صحابۀ كرامو رَضِیَ الله عَنْهُم د آرام د پاره هلته قيام [يعنې پړاؤ] اوکړو، د الله پاك حبيب