Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

كم شو * په مُعاشره كښې پريشانئ ورځ په ورځ زياتيږي، دا ټول څه دي؟ دا د خپل مقصد نه د مخ اړولو نتيجه ده، * د عبادتونو نه د لرې والي اثر دے.

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كه مونږه سكون غواړو، په دُنيا او آخرت كښې د كاميابيدو خواهش لرو نو د دې د پاره به مونږ له خپل مقصد طرف ته رجوع کول وي، د خپلو بُزرګانِ دينو د سيرت نه به راهنمائي اخستل وي او په عبادت كښې به زړه لګول وي. د دې نه علاوه د انسان د عِزَّت هيڅ طريقه  نشته. 

 د انسان اصل عِزّت په عبادت کښې دے

    د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والِدِ محترم حضرت مولانا نقـي علـي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ټولو كمالاتو اصل [يعنې بُنياد] عبادت دے او د انسان اصل عِزَّت د الله پاك په بارګاه كښې په سر ټيټولو كښې دے.[1] په قرآنِ مجيد كښې د الله پاك  ارشاد دے:

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعِزَّةَ فَلِلّٰهِ الْعِزَّةُ جَمِیْعًاؕ-   (پارہ:22،سورۂ فاطر:10)                         

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: څوك چې عِزَّت غواړي نو عِزَّت خو ټول د الله په لاس کښې دے.

   د دې آيت په تفسير كښې حضرت قتاده رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: مَنْ کَانَ یُرِیْدُ الْعِزَّۃَ فَلْیَتَعَزِّزْ بِطَاعَۃِ اللّٰہ څوك چې عِزَّت غواړي نو د الله پاك په اطاعت كښې دِ ئې طلب كړي يعني عِزَّت د خدائے په بندګئ كښې حاصليږي.[2]


 

 



[1]...انوارِ جمال مصطفےٰ، صفحہ:323ملخصاً۔

[2]...تفسیرِ خازن، پارہ:22، سورۂ فاطر، زیرِ آیت:10، جلد:3، صفحہ:453۔