Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
عبادت خوند به هُم رانصيب شي. لِهٰذا څوك چې د عبادت خوند غواړي، هغه له پكار دي چې خپل زړه نرم كړي، داسې اعمال دِ کوي چې زړه نرموي ځكه چې هر هغه كار كوم چې د زړه د نرمئ ذريعه ده، د هغې له بركته په عبادت كښې خوند نصيب كيږي او هر هغه كار كوم چې د زړه د سختئ سبب وي هغه د عبادت د خوند نه محرومه کول كوي.
د مثال په طور د ګناهونو په سبب زړه سختيږي او د توبه په بركت زړه نرميږي، لِهٰذا كوم بنده چې په ګناهونو كښې اخته وي، هغه ته د عبادت خوند نصيب كيدل سخت ګران دي، يو ځل د حضرت وُهَيْب بِن وَرْد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې عرض اوكړے شو: كوم بنده چې د الله پاك نافرماني کوي، آيا هغه ته د عبادت خوند نه ميلاويږي؟ هغوئي اوفرمائيل: آؤ! څوك چې ګناه كوي هغه ته هم د عبادت خوند نه نصيب كيږي او څوك چې د ګناه كولو اراده اوكړي هغه هم د عبادت د خوند نه محرومه پاتې كيږي. [1]
حضرت عَبْدُالله بِن خَبِيْق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ”ناحقه خبرې اوريدل
“ زړه نه د عبادت نُور ختموي.[2]
اَللّٰہُ اَكْـبَـرْ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! سندرې باجے * دروغ * غِيبَت * چغلـي وغيره د ګناهونو نه ډكې ناحقه خبرې دي، د دې د اوريدو په سبب بنده د عبادت د خوند نه محرومه كيږي، كه څوك غواړي چې د هغه په عبادت كښې زړه