Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

چې كه انسان د خواهش مطابق خوندور څيزونه خوري نو هغې سره د هغه نفس سركشه كيږي او په زړه كښې ئې سختي پيدا كيږي.[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

درې څيزونه مې پريښودل نو د عبادت خوند رانصيب شو

     حضرت اَحمد بِن حَرب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما 50 كاله د الله پاك عبادت اوكړو، ما درې څيزونه پريښودل نو د عبادت خوند رانصيب شو: (1) ما د خلقو رِضا پريښوده (يعني خلق به څه وائي د دې فِكر مې پريښودو او دا ذِهن مې جوړ كړو چې زما الله پاك په كومه خبره راضي کيږي) (2) ما د فاسِقانو (يعني ښكاره ګناه كوونكو) خلقو صحبت پريښودو او د نيكانو خلقو صحبت مې اختيار كړو (3) ما د دُنيا خوند پريښودو، تر دې پورې چې د آخرت خوند حاصلولو كښې كامياب شوم. [2]

د عبادت د خوند حاصلولو يوه بهترينه طريقه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عبادت د خوند حاصلولو يوه بهترينه طريقه دا هم ده چې مونږه د الله پاك د نيكو بندګانو صحبت اختيار كړو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د الله پاك نيكو بندګانو سره د ناستې ولاړې، د هغوئي د خبرو اوريدلو، د هغوئي طرف ته محبت سره كتلو او د هغوئي په سيرت باندې د عمل كولو په بَرَكت د زړه سختي لرې كيږي او د آخرت سوچ نصيب كيږي. حضرت جعفر بِن سُليمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما به چې كله په خپل زړه كښې سختي محسوسه کړه نو سحر وختي به د حضرت محمد بِن


 

 



[1]...احیاءُالعلوم مترجم، جلد:3، صفحہ:280۔

[2]...تاریخ الاسلام، جلد:6، صفحہ:184۔