Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
اولګي * لمُونځ ادا كولو كښې ورته خوند نصيب شي * تلاوت كولو سره ئې د سترګو نه اوښكې روانې شي * د الله پاك په بارګاه كښې ورته د مناجاتو خوند نصيب شي * په دُرُود شريف وئيلو ئې زړه د عِشقِ مصطفٰى نه روښانه شي * د شين شين ګنبد تَصَوُّر ئې جوړ شي * د عبادت په دوران كښې ئې فضول خيالونه نه تنګوي نو هغه له پكار دي چې د سندرو باجو نه ځان ساتي * سترګې * غوږونه * لاسونه او نور اندامونه د ګناهونو نه بچ ساتي * فضولو خبرو كولو نه ځان بچ ساتي* دروغ * غِيبَت * چغلـي * اِلزام لګولو وغيره نه ځان هر وخت بچ ساتي، نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! زړه به ئې نرم شي او په عبادت كښې به ورته خوند نصيب شي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څوک چې د عبادت د خوند طلب ګار وي، هغه له پكار دي چې د خپل زړه نه د دُنيا محبت اوباسي او د آخرت سوچ اختيار كړي. د دې په بركت به ورته اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په عبادت كښې خوند او [الله پاك طرف ته] تَوَجُّه نصيب شي. حضرت اَبو عَبْدُالله قَرَشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو كس د يو نيك بنده په خدمت كښې عرض اوكړو: جناب! زه نيكي كووم خو د نيكئ په خوند نه پوهيږم. د الله پاك هغه نيك بنده ورته اوفرئيل: ستا په زړه كښې د اِبلِيس لور يعني دُنيا اوسيږي او يقيناً پلار (يعني شيطان) د خپلې لور (دُنيا) سره د ميلاويدلو د پاره ستا زړه ته راځي، ښكاره خبره ده چې كله ابليس ستا زړه ته راشي نو فساد به جوړوي، هم دا وجه ده چې تا ته د نيكئ خوند نه ميلاويږي.[1] روايت دے چې: الله پاك خپل نبـي حضرت داوٗد