Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

زُبير رَضِیَ الله عَنْهُ په لـمانځه اودريدلو نو لمُونځ ادا كولو کښې ئې ترينه ښپه مباركه كټ كړه خو قُربان شم! د حضرت عُروه بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْهُ نه چې دومره د زړه په تَوجُّه سره د لمَانځه ادا کولو په خوند كښې مصروف وو چې هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ ته د ښپے د كټ كولو هډو احساس اونشو.[1]  

 (3) حضرت مُسلِم بِن يَسار او د عبادت شوق

    حضرت اِمام احمد بِن حَنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي چې حضرت مُسلِم بِن يَسار رَضِیَ الله عَنْهُ يو ځل لمُونځ ادا كولو، ناڅاپه هغوئي ته بالکل نِزدې په څه وجه اور اولګيدو، حضرت مُسلِم بِن يَسار رَضِیَ الله عَنْهُ په لمَانځه كښې داسې مشغول وو چې هغوئي ته هډو د اور لګيدو احساس اونشو، تر دې چې خلق راغلل او اور ئې مړ كړو.[2]

(4) حضرت عبدُالله بِن زُبير او د عبادت شوق

     صحابـئ رسُول حضرت عبدُالله بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْهُما ته هم د عبادت د خوند نه پوره حِصّه نصيب شوې وه، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ به په ډيره خشوع و خضوع سره لمُونځ ادا كولو، يو ځل هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ لمُونځ ادا كولو، نِزدې ئې خوا ته وړوكے ماشوم بچے موجود وو، ناڅاپه د چهت نه د ماشوم خوا ته مار را اولويدو، خلقو د مار مار شور جوړ كړو او آخر كار مار ئې مړ كړو. د دومره څه كيدلو باوُجو هُم حضرت عبدُالله بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْهُما هغه شان لمُونځ ادا كولو.[3]


 

 



[1]...المدخل لابن الحاج، جلد:2، صفحہ:190۔

[2]...الزہدلاحمد بن حنبل، صفحہ:301۔

[3]...تاریخ دمشق، جلد:28، صفحہ:174۔