Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

په عبادت كښې به خوند څنګه نصىب شي...؟

   د بعضو خلقو په ذِهنونو كښې دا وسوسه پرته وي چې مونږه لمُونځ ادا كوو، تلاوت كوو، چې څومره كيدے شي عبادت كوو خو په عبادت كښې مو زړه نه لګي، د عبادت خوند نه رانصىب کيږي، په دې باره کښې د ټولو نه اوَّله دا خبره په ذِهن كښې واچوئ چې په عبادت كښې زړه لګيدل، خُشُوع و خُضُوع حاصليدل، د عبادت خوند نصيب كيدل د الله پاك لوئ نِعمَت دے، البته كه دا نِعمَت نصيب نه شي، بيا هم عبادت جاري ساتل پكار دي، بعضې خلق د عبادت خوند نه ميلاويدو په سبب عبادت كول پريږدي. د داسې خلقو د پوهه كولو د پاره شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   فرمائي: که زړه مو لګي او كه نه لګي، تاسو لګيا اوسئ. [يعني عبادت كول جاري ساتئ]

   لِهٰذا كه عبادت خوند نه درکوي، زړه مو نه لګي، نو بيا هم عبادت كول جاري ساتل پكار دي، که الله پاك اوغواړى نو يوه ورځ به د عبادت خوند رانصيب شي.

د عبادت خوند په مُشَقَّت کولو ميلاويږي

     ياد لرئ! زمونږه نفس عام طور د عبادت عادت نه لري، ځكه راته په شروع كښې په عبادت كولو كښې مُشكلات پيښىږي، په عبادت كښې مو زړه نه لګي، ستوماني محسوسوو، زړه مو په دُنياوي كارونو كښې لګيدلے وي، په داسې صورت كښې پكار دي چې بنده په خپل نفس باندې زور راولي او عبادت كول جاري ساتي، يوه ورځ به داسې راشي چې نفس به مو د عبادت عادت واخلي او په زړه كښې به مو د عبادت خوږ والے پيدا شي. الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنْثٰى وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهٗ حَیٰوةً طَیِّبَةًۚ-     (پارہ:14،سورۂ نَحل:97)

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: څوك چې ښه كار کوي که هغه نارينه وي او كه زنانه، او وي مسلمان نو ضرور به مونږه هغه ته ښه ژوند وركړو.