Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
په دې آيتِ كريمه كښې بيان شوي دي چې كوم مسلمان نارينه او زنانه نيك اعمال کوي، الله پاك به هغه ته ښه او پاك ژوند عطا كړي. په تفسيرِ خازِن كښې دي: د يو قول مطابق د دې ښه ژوند نه مراد د عبادت خوند دے.[1] يعني كوم مسلمان چې نيك اعمال کوي، الله پاك به هغه ته د عبادت خوند عطا كړي. يو بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د شلو كالو پورې په مشقت سره لمُونځ ادا كولو، د هغې نه پس ما ته د عبادت خوند رانصيب شو.[2]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كه مونږه د عبادت خوند حاصلول غواړو نو د فرائضو ادا كولو سره سره مونږ لره ډير ډير نوافل ادا كول هُم پكار دي، چې نفل لمُونځونه ادا کوو، نفلي روژے نيسو، صدقه او خيرات کوو نو د دې په بركت به هم اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د عبادت خوند رانصيب شي. حديثِ قُدسي دے: الله پاك فرمائي: بنده د نوافلو په ذريعه مسلسل زما قُرب حاصلوي، تر دې پورې چې زه هغه خپل محبوب (يعني خوښ بنده) جوړ كړم. [3]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! په كثرت سره نوافلو ادا كولو سره د الله پاك محبت نصيب كيږي، ښكاره خبره ده چې چا ته د الله پاك محبت نصيب شي نو د هغه زړه به د الله پاك طرف