Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
افسوس! مونږ ته هر كار ياد وي * خوراك كول راته ياد وي * اوبه څښل راته ياد وي * نوي جامې اخستل راته ياد وي * که نوے ماډل موبائل راشي نو تر څو پورې مو چې اخستے نه وي بے قراره اوسو * د ګاډو په نوو نوو ماډلو خاص تَوَجُّه ساتُو * خو که تَـوَجُّه مو نه وي نو د ټولو نه اهم كار يعني عبادت طرف ته نه وي * د قبر د ويرې او تِيارو طرف ته مو تَوجُّه نه ځي * په قبر كښې به چې كله نَكِيرَين (يعني دوه فرښتے مُنكَر نَكير) را نه سوالونه کوي په هغه يواځې ځائے او سخته ويره كښې به څه جواب وركول وي؟ څنګه به جوابونه وركوو؟ * د قيامت په ګرمئ كښې به زمونږه څه حال وي؟ * چې اعمال نامے بيرته كړے شي، هغه وخت به مو څه حال وي؟ * د پُل صراط نه به څنګه تيريږو؟ آه! جَنَّت به ته ځُو او که [الله دِ نکړي] دوزخ ته به غوزاريږو؟ * بس كه زمونږه تَوَجُّه نه وي نو دې خبرو طرف ته نه وي.
كاش چې د آخرت سوچ و فِکر رانصيب شي، كاش چې د عبادت خوند رانصيب شي، كاش چې د دُنيا محبت مو د زړه نه اوځي، كاش چې د الله پاك د رضا حاصلولو فِکر را نصيب شي.
په سيپاره 27، سُوْرَۃُ الذَّارِیَات، آيت: 56 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:
وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ(۵۶) (پارہ:27،سورۂ ذاریات:56)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او ما پيريان او انسانان د دې د پاره پيدا كړي دي چې زما عبادت اوكړي.
د دې آيت نه معلومه شوه چې مونږه دې دُنيا ته د الله پاك د عبادت د پاره راغلي يو، په مونږه لازم دي چې مونږه عبادت ته د هر څيز نه زيات اَهَمِّيَّت وركړو، كه [نور هر څه] رانه پاتې شي نو پاتې دِ شي خو په عبادت كولو كښې سُستي بالکل کول نه دي