Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش!                                                                                                     تُو    پیکرِ    سُنَّت    مجھے    اللہ   بنا    دے([1])

اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق          پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی

د اوده كيدو او رابيداريدو سُنَّتونه او آداب

    فرمانِ آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”څوك چې د مازديګر نه پس اُوده شي او د هغه عقل لاړ شي نو هغه دِ خپل ځان ملامته كړي.“[2]

    اے عاشِقانِ رسول! د اُوده كيدو نه مخكښې بستره په ښه طريقه څنډئ، كه چرې موذِي [يعني ضرري] خزنده وغيره پكښې وي چې هغه ترينه اُوځي. * د اُوده كيدو نه مخكښې دا دُعا وائې: اَللّٰھُمَّ  بِا سْمِكَ  اَمُوْتُ  وَ اَحْیَا   تَرجَـمَه: اے الله پاكه! زه ستا د نوم سره مړ كيږم او ژوندے كيږم (يعني اُوده كيږم او راوِيښيږم) * د ورځې په وړومبئ حِصّه كښې اُوده كيدل او د ماښام او ماسخُتن تر مينځه اُوده كيدل مكروه دي.* د غرمے قيلوله كول (يعني څه ساعت څملاستل) مُسْتَحَب دي. * په اُوده كيدو كښې مُسْتَحَب دا دي چه په طهارت [يعني اوداسه] كښې اُوده شي او څه ساعت په ښئ ډډه ښے لاس د مخ نه لاندې كيږدي او مخ په قبله اُوده شي او بيا د هغې نه پس په ګڅه ډډه. * د اُوده كيدو په وخت كښې په قبر كښې اُوده كيدل يادول پكار دي چه هلته به يواځې اُوده كيدل وي، سِوا د خپلو اعمالو نه به ورسره هيڅ څوك نه وي. * د اُوده كيدو په وخت كښې د الله پاك په ياد كښې مشغوليدل پكار دي، تَهلِيل و تسبِيح او تَحمِيد دِ لوَلي (يعني د لَآ اِلٰهَ اِلَّا اللهُ،


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:118۔

[2]...مسند ابی یعلیٰ، جلد:4، صفحہ:121، حدیث:4915۔