Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
سُبْحٰنَ اللهِ او اَلْحَمْدُ لِلّٰه وظيفه دِ كوي) تر دې چه اُوده شي ځكه چې په څه حالت انسان اُوده كيږي په هُم هغې راپاڅي او په څه حالت چې مړ شي د قيامت په ورځ به په هُم هغې را پاڅي. * چې رابيدار شئ نو دا دُعا اولولئ: اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ الَّذِیْۤ اَحْیَا نَا بَعْدَ مَاۤ اَ مَا تَنَا وَ اِلَیْہِ النُّشُوْرُ * تَرجَـمَه: ټول ثناء صِفَت الله تعالٰى لره دي چا چې مونږه د مړه كولو نه پس ژوندي كړلو او هُم د هغه په طرف بيرته ګرځيدل دي. * چه كله د هلك او جينئ عمر لس كاله شي نو هغوئي جُدا جُدا اُوده كول پكار دي بلكه د دومره عمر هلك دِ د دومره غټو (يعني د خپلو همزولو) هلكانو يا (د ځان نه غټو يعني) سړو سره هُم نه څملي. * هلك چه كله د شَهوت حد ته اورسي نو هغه د سړي په حُكم كښې دے.* د خوبه چې راپاڅئ نو مِسواك کوئ. * د شپې چه د خوبه راپاڅئ نو تَهَجُّد ادا كوئ، ډيره د سعادت خبره ده. ([1]) فرمانِ مُصطَفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: ”د فرضو نه پس افضل لمُونځ د شپې لمُونځ دے.“ ([2])
د سُنَّتنو زده كولو د پاره د بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو كتاب ”550 سُنَّتيں اور آداب‘‘ واخلئ او اولولئ ئې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم