Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([1])
اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.
د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عبادتونه
د صحابـئ رسُول حضرت ابوهُريره رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك آخري نبـي، رسُولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به روژے نيولې او دومره ډير زيات لمُونځونه به ئې كول چې ښپے مباركې به ئې اوپړسيدلې.[2] اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عائشه صِدِّىقه رَضِیَ الله عَنْها فرمائي: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به قِيَامُ اللَّيل (يعني د شپے نفل لمُونځ) هيڅ كله نه پريښودلو، چې کله به ئې طبيعت ټيك نه وو نو په ناسته به ئې ادا كولو. [3] د اُمُّ