Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

الْمُؤْمِنِیْن، حضرت اُمِّ سلمه رَضِیَ الله عَنْها د روايت مطابق د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معمول مبارك دا وو چې د شپے به ئې لمُونځ ادا كولو، چې څومره وخت به ئې لمُونځ اوكړو، بيا به ئې هغه همره وخت آرام كولو، بيا به پاڅيدلو او چې څومره آرام به ئې كړے وو، هغه همره به ئې لمُونځ ادا كولو، بيا به ئې د لمَانځه ادا كولو په مقدار آرام كولو، هُم داسې به ئې كول تر دې چې سحر به شو.[1] حضرت جابِر رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: خوږ آقا مَكِّي مَدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې د آرام كولو نه پس بيدار شولو نو مسواك به ئې كولو او تازه اودس به ئې كولو او لمُونځ به ئې ادا كولو. ([2])

    صحابـئ رسول حضرت حُذيفه رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: يوه شپه د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جمات كښې لمُونځ ادا كولو، ما موقع غنيمت اوګنړله او زه په خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې اودريدم او د هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اِقتِدا کښې مې لمُونځ شروع كړو. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لمَانځه په دوران كښې د سُورۀ بَـقَره تلاوت شروع كړو، زما په زړه كښې دا خيال وو چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به سل آيتونه اولولي او ركوع به اوكړي. خو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سلو آيتونو ركوع اونكړه، ما خيال اوكړو چې په 200 آيتونو به ركوع اوكړي، خو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په 200 آيتونو باندې هُم رُكوع اونكړه. بيا زما خيال شو چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پوره سُورۀ بَـقَره (يعني دوه نيمې سيپارے) اولولي او ركوع به اوكړي. سُورۀ بَـقَره مكمل شو خو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا هم ركوع اونكړه بلكه سُورۀ آل عمرٰن ئې شروع كړو، بيا ما سوچ كولو چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د سُورۀ آل عمرٰن مكمل تلاوت كوي او بيا به ركوع كوي. (خو زما خيال په دې ځل هم صحيح ثابت نه شو) خوږ آقا


 

 



[1]...ترمذی، کتاب فضائل القرآن، باب:مَا جَاءَ کَیْفَ کَانَتْ قِرَآۃُ النَّبِی، صفحہ:679، حدیث:2923۔

[2]...مجمع الزوائد، کتاب الصلاۃ، جلد:2، صفحہ:462، حدیث:3651۔