Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُورۀ آل عمرٰن مكمل كړو (يعني پاؤ كم څلور سيپارے تلاوت ئې اوکړو) خو ركوع ئې اونكړه او سُورۀ نِسآء ئې شروع كړو.

    حضرت حُذيفه رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: ما سوچ اوكړو كيدے چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُورۀ نِسآء مكمل كيدو سره ركوع اوكړي، بيا په دې ځل هم زما خيال صحيح نه وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُورۀ نِسآء مكمل كړو(يعني پاؤ باندې پينځه سيپارے پوره شوې) بيا نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُورۀ مائِـدَه تلاوت شروع كړو او د سُورۀ مائِـدَه مكمل (يعني تقريباً پاؤ باندې شپږ سيپارے) لوستلو نه پس ئې ركوع اوفرمائيله. ما واوريدل چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ركوع كښې سُبْـحٰـنَ  رَبِّـىَ الْـعَظِيْـم لوستلو، بيا (په دويم ركعت كښې) خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  سُورۀ اَنْعَام شروع كړو.[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                        صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څومره ډير او څنګه پابندئ سره عبادت كولو. بيا دا غور هم اوكړئ چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مصروفيات څومره زيات وو؟ عام طور زمونږ په سر د يو كور ذِمَّه واري وي، د يو كور د يو څو كسانو پالنه راپغاړه وي خو زمونږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پوره كائنات نبـي دے، د نَبُوَّت فرائض به ئې هم ادا كول، صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ته به ئې عِلمِ دين هم زده كولو، د نيكئ دعوت به ئې هم وركولو، غمخواري به ئې هم كوله، د مريضانو تپوس به ئې هم كولو، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې به خلقو خپل فريادونه راوړل، د هغوئي فريادونه به ئې هُم اوريدل او زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو داسې اعلٰـى شان دے چې ځناورو به هم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار كښې خپل ژړا فرياد بيانولو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغوئي باندې هم شفقت او مهرباني كوله.


 

 



[1]...مصنف عبدالرزّاق، باب قِرآۃُ السُّوَرِ فِی الرَّکْعَۃِ، جلد:2، صفحہ:95و96، حدیث:2845۔