Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

عَلَيْهِ السَّلام ته اوفرمائيل: اے داوٗد! كه زما سره محبت كوے نو د دُنيا محبت د زړه نه اوباسه! بيشكه زما محبت او د دُنيا محبت په يو زړه كښې نه شي جمع كيدے.[1]

    يوه ځل حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام خپلو حواريانو [يعني خاصو تابعدارانو] ته اوفرمائيل: د مړو خوا ته مه كښينئ، ګنې ستاسو زړونه به مړه شي. حواريانو عرض اوكړو: مړى څوك دي؟ اوئې فرمائىل: اَلرَّاغِبُوْنَ فِی الدُّنْیَا اَلْمُحِبُّوْنَ لَہَا د دُنيا رغبت ساتونکي او د دُنيا سره محبت كوونكي. [2]

هر وخت خوندور خوراك كول د زړه د سختئ سبب دے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زيات طعام خوړل هم زړه سختوي، كه څوك د عبادت د خوند طلب ګار وي نو هغه له پكار دي چې په خوراک ځان پوره نه مړوي. حضرت اِبراهيم بِن اَدهَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه په كوهِ لَبنان كښې د ډيرو اوليائےكِرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم په صُحبَت كښې پاتې شوے يم. په هغوئي كښې هر يو ما ته هم دا نَصِيحَت کړے وو چې كله د خلقو خوا ته لاړ شې نو هغوئي ته د څلورو خبرو نصىحت كوه: په هغې كښې يو نصيحت دا وو چې څوك زيات خوراك اوكړي، هغه ته به د عِبادت خوَند نه نصيب كيږي.[3]

    حضرت اِمام محمد بِن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د آخرت په لاره د تلونكو بُزُرګانِ دينو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم عادت مبارك وو چې هغوئي به هميشه انګولے [يعني سالن] نه خوړلو بلكه كله كله به ئې خوړلو او د نفس د خواهشاتو نه به ئې ځان ساتلو ځكه


 

 



[1]...مُکاشفۃ القلوب مترجم، صفحہ:317۔

[2]...تفسیر روح البیان، پارہ:4، سورۂ آلِ عمران، زیرِ آیت:189، جلد:2، صفحہ:149۔

[3]...منہاج العابدین مترجم، صفحہ:260۔