Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

پکار. حضرت سُفيان بِن عُيَينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې د حضرت قيس بِن مُسلِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت وو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ټوله شپه عبادت كولو، د پيشمني په وخت كښې به كښيناستلو او د الله پاك په بارګاه كښې به ئې  په ژړا او فرياد عرض كولو چې دا هغه كار دے د كوم کار د پاره چې مونږه پيدا كړے شوي يو، الله دِ نکړي كه زمونږه آخره خاتمه په خير اونشي نو مونږ خو به هلاك شو.[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                     صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ټولو نه خوندور څيز څه دے؟

    اے عاشِقانِ رسول! الله پاك دِ مونږ ته د عبادت و رياضت توفيق را عطا كړي. يقين اوكړئ! په دُنيا كښې چې څه موجود دي، د الله پاك عبادت د دې ټولو نه زيات خوندور دے. مسئله دا ده چې مونږه په دُنياوي خوندونو كښې مشغول شوي يو، د عبادت و رياضت چې كوم اَهَمِّيَّت دے، هغه اَهَمِّيَّت مونږه نه دے وركړے، ځكه مونږ ته دُنياوي كارونه خوند راکوي او عبادت هغسې خوند نه راکوي. كه مونږه عبادت كوونكي جوړ شو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په عبادت كښې به راته داسې خوند نصيب شي چې د عبادت كولو نه بغير به راته ژوندي اوسيدل ګران شي. د الله پاك يو نيک بنده وو چې هغوئي به په كثرت سره عبادت كولو، هغوئي فرمائي: كوم لَذَّت او نِعمَت چې مونږ ته [په عبادت کښې] نصيب دے، كه دُنياوي بادشاهان د دې نه خبر وے نو هغوئي به د تُورو په ذريعه زمونږ سره جنګ كولے.[2]


 

 



[1]...صفۃ الصفوۃ، جزء:3، جلد:2، صفحہ:84۔

[2]...صفۃ الصفوۃ، جزء:4، جلد:2، صفحہ:135۔