Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: نن شپه به څوك څوكئ اوكړي؟ يو مهاجِر او يو انصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُما پاڅيدل او عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا سعادت مونږه حاصلول غواړو، مونږه قبول كړئ! رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه دواړو ته اجازت عطا كړو، هغه دواړه صحابه كرام رَضِیَ الله عَنْهُما د څوكئ د پاره تيار شو، هغوئي دواړو په خپل مينځ كښې مشوره اوكړه او دا فيصله ئې اوكړه چې نيمه شپه به يو كس څوكئ کوي، بل به آرام اوكړي، بيا به اولنے كس آرام اوكړي او بل كس به څوكئ کوي. پس وړومبئ نيمه شپه مُهاجِر صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ آرام کولو او اَنصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ څوكئ شروع كړه. لږ ساعت پس اَنصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ لمُونځ شروع كړو او د سُورَۀ كَهْف تلاوت ئې شروع كړو.

    په دې دوران كښې د دُښمن يو كس غر ته اوختلو او غشي ويشتل ئې شروع كړل. دُښمن چې كله وړومبے غشے اوويشتلو نو هغه د انصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ په بدن كښې پيوست شو.

     اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! د صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د عبادت شوق صد مرحبا....! د انصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ په بدن كښې غشے پيوست شو خو د هغې باوُجود هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ څه حركت اونكړو او په لمَانځه كښې مشغول اوسيدو، ظالم دُښمن دويم غشے اوويشتلو، هغه [غشے] هم د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ په بدن كښې پيوست شو، انصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ بيا هم لمُونځ مات نه كړو، دُښمن دريم غشے اوويشتلو، هغه هم د صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  په بدن كښې پيوست شو، بيا هغه انصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ زر زر ركوع او سجدے اوكړې، لمُونځ ئې مكمل كړو او خپل ملګرے ئې رابيدار كړو. غشي ويشتونكي كافِر چې كله اوليدل چې دا خو يواځې نه دے، ملګري ورسره هم دي نو هغه فوراً اوتښتيدو، مُهاجر صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ چې كله خپل ملګرے انصاري