Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
حضرت عبدُالله بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْهُما به چې كله په سجده پريوتلو نو دومره اوګږده سجده به ئې كوله چې مرغو به د هغوئي ملا مباركه د ديوال حصّه ګنړله او په هغوئي به كښيناستلې.[1]
حضرت اِبنِ اَبُو مُلَيْكَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: قَسَم په خدائے! ما د حضرت عبدُالله بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْهُما په شان بل څوك نه دے ليدلے، يوه ورځ هغوئي لمُونځ ادا كولو چې د مَنْجَنِيقْ (يعني د كانړو ويشتلو توپ په شان آلے) نه ويشتلے شوے كانړے د هغوئي د ګيرې او سينے په مينځ كښې تير شو، حضرت عبدُالله بِن زُبير رَضِیَ الله عَنْهُما داسې په خُشوع او خُضُوع لمُونځ ادا كولو چې قَسَم په خُدائے! د هغوئي د سترګو نه د هىڅ قِسمه ويره محسوس نه شوه او نه ئې په قراءت كښې څه فرق راغلو، هغوئي چې څنګه په اِطمينان سره لمُونځ ادا كولو، هم هغه شان پکښې بيا هُم مشغول وو.[2]
(5) حضرت رابعه بصريه او د عبادت شوق
حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها شپه ورځ په عبادت كښې مصروفه اوسيدونكي وَلِيَّه ده، هغې به هره ورځ زر ركعته نفل ادا كول او پنځوس كاله ئې هُم داسې تير كړي وو چې په بالښت ئې سر نه وو ايښودے. په تَنْبِیْهُ الغَافِلِیْن كښې دي چې يوه ورځ حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها لمُونځ ادا كولو، چې كله په سجده پريوتله نو د پَزَکي ډَکے ئې په سترګه كښې لاړو، هغه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها داسې د زړه په تَوجُّه د الله پاك په بارګاه كښې مشغوله وه چې تر څو پورې په لمَانځه كښې وه تر هغې پورې ورته د هغه ډکي احساس نه کيدلو.[3]