Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

ته مُتَوَجِّه شي، زړه چې مو الله پاك طرف ته مُتَوَجِّه شي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د الله پاك په عبادت كښې به خوند هم رانصيب شي.

د عبادت د خوند موندلو يوه نُسخه

   فقيه اَبُو اللَّيْث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: بنده تر هٰغه وخته پورې د عبادت خوند نه شي حاصلولے تر څو پورې چې دا څلور كارونه اونكړي: (1) عبادت دِ په ښه نِيَّت سره شروع كوي (2) که د عبادت توفيق ورنصيب شو نو دا د الله پاك نِعمَت دے، په دې باندې دِ نظر ساتي (3) خَشِيَّت ( سره يعني په زړه كښې د الله ويره) ساتلو سره دِ عبادت کوي (4) د شروع نه تر آخره پورې دِ اِخلاص اختياروي (يعني رياكاري دِ نه کوي). ځكه چې كله يو بنده په ښه نِيَّت سره عبادت شروع كړي نو هغه پوهيږي چې د دې نيكئ توفيق ما ته الله پاك راكړے دے او چې كله بنده د الله پاك په نِعمَت باندې نظر ساتي نو شكر ګزاره اوسي، پس د شُكر له بركته په نِعمَت كښې اِضافه كيږي او چې كله بنده په خَشِيَّت سره عبادت كوي نو د هغه د پاره ثواب واجِب (يعني لازِم) كيږي او د عبادت كولو په دُنيا كښې اجر و ثواب دا دے چې بنده ته په عبادت كښې خوند حاصليږي او چې كله بنده عبادت په پوره اِخلاص سره مكمل كړي نو الله پاك د هغه عمل قبلوي او د عمل قبلولو نښه دا ده چې هغه ته د نورو اعلٰـى نيكو توفيق وركولے كيږي.[1]    

د زړه سختي د عباد په خوند كښې رُكاوَټ دے

    اے عاشِقانِ رسول! په عبادت كښې د خوند نه نصيب كيدو د ټولو نه اهم او بنيادي سبب د زړه سختي ده، كه مونږ ته د زړه نرمي نصيب شي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د


 

 



[1]...تنبیہ الغافلین، صفحہ:341۔