Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?
په دُنيا كښې د ټولو نه اهم كار
مشهور صوفي بُزُرګ مولانا جلالُ الدِّين رُومي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كه بادشا تاسو په څه كار چرته اوليږي، بيا تاسو په لاره كښې نور ډير كارونه اوكړئ خو هغه خاص كار د كوم د پاره چې بادشاه تاسو ليږلي ئې، هغه هير كړئ نو آيا بادشاه به ستاسو نه خوشحاله شي؟ هيڅ كله نه، بس په دې دُنيا كښې انسان كه هر كار هيروي نو هير دِ كړي خو يو كار دے كوم چې هيڅ كله هيرول نه دي پكار. هغه خاص كار څه دے، د هغې ذِكر په سيپاره 22، سُورَۀ احزاب،آيت 72 كښې دے:[1]
اِنَّا عَرَضْنَا الْاَمَانَةَ عَلَى السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَ الْجِبَالِ فَاَبَیْنَ اَنْ یَّحْمِلْنَهَا وَ اَشْفَقْنَ مِنْهَا وَ حَمَلَهَا الْاِنْسَانُؕ-
(پارہ:22،سورۂ اَحزاب:72)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: بيشكه مونږه امانت پيش كړو په آسمانونو او زمكو او غرونو باندې، نو هغوئي د هغې د اوچتولو نه انكار اوكړو او د هغې نه اُويَريدل او انسان اوچت كړو.
په آيت كښې د امانت نه مراد لمُونځونه او هر هغه كار دے چې د هغې په كولو ثواب حاصليږي او په نه كولو ئې بنده ګنهګاريږي.[2]