Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

Book Name:Ibadat Ki Lazzat Kaisay Hasil Ho?

اُوفرمائيل: راشه، د الله پاک نوم واخله او خوره او يو څيز به هم د ساتلو د پاره نه پريږدې. زه ورمخکښې شوم او انګور خوړل مې شروع کړل. په هغه انګورو کښې  دانې نه وې او ما داسې خواږه انګور مخکښې چرته نه وو خوړلي، ځکه مې په مړه خيټه اوخوړل خو د ټوكرئ نه هيڅ هم کم نه شُو. بيا ئې ماته اوفرمائيل: په دې څادرو کښې چې کوم ستا خوښ وي هغه ترينه واخله. ما اُووئيل: ماته د څادر ضرورت نشته. بيا هغوئي اُوفرمائيل: ته د لږ وخت د پاره پټ شه چې زه دا واغوندم. زه يوې ډډې ته شوم. هغوئي يو څادر د لَنګ په طور استعمال کړو او دويم ئې د پاسه په ځان را واچولو. بيا ئې خپلې ويستلې دوه څادرې لاس کښې واخستلې او روان شولو. زه هم ورپسې روان شوم تر دې چې کله هغوئي د صفا او مروه مقام ته اورسيدلو نو يو کس ورسره ميلاؤ شو او اوئې وئيل: اے د الله پاک د خوږ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تره [يعني د ابو طالِب] اولاده! ماته جامې واغونده، الله کريم دِ تاسو ته جامې واغوندي. هغه دواړه څادرې ئې هغه سوال كوونكي کس له ورکړې. ما د هغه سړي نه پوښتنه اوکړه: الله پاک دِ په تاسو رحم اوکړي دا څوک وو؟ هغه جواب راکړو: دا حضرت جعفر بن محمد (يعني امام جعفر صادق) رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو. حضرت ليث رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د هغې نه پس زه په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پسې ډير اوګرځيدم چې د هغوئي نه احاديث واورم خو افسوس! هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د دوباره ملاقات نه محرومه پاتې شوم. ([1]) ( الروض الفائق، ص224)

 د الله پاك دِ په هغوئي رحمت وي او د هغوئي په بركت دِ زمونږه بےحسابه بخښنه اوشي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                صَـلَّـی اللهُ  عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...حکایتیں اور نصیحتیں، صفحہ:437۔