Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

مې د سندرو نه د توبې توفيق ورعطا کړې. يا الله پاکه! خور ته مې د فيشن نه نجات ورعطا کړې. دعاګانې کوئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ کور کښې به دِيني ماحول جوړ شي.

قوم او نمرود له د نيکۍ دعوت

د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام نور سيرت مبارک ته وګورئ! هغوئي د قوم د پوهه کولو د پاره بتان مات کړل! کله چې هغوئي وکتل چې د کومو چي مونږه عبادت کوو، هغه خو مات ګُډ پراتۀ دي نو ډير غصه شول. حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام چې د قوم حالت وليدو نو موقع  يـې اوموندله او د نيکۍ دعوت ورکړو، اوئې فرمائيل:

فَسْــٴَـلُوْهُمْ اِنْ كَانُوْا یَنْطِقُوْنَ(۶۳) (پارہ:17، سورۀ انبیا:63)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  نو دوئي نه تپوس اوکړئ که دوئي خبرې کوي.

يعنې د که دوئي خبرې کولے شي نو د دوئي نه پوښتنه وکړئ چې دوئي چا مات کړي دي؟ خلق حيران شول. ټولو سرونه ښکته کړل چې واقعي خبره خو رښتيا ده څوک چې د خپل ځان حفاظت نشي کولے، حفاظت خو لويه خبره ده، خپل درد نورو ته نشي بيانولے، هغه خُدايان څنګه کيدے شي؟ خو بيا شيطان وسوسه ور واچوله، د هغوئي سرکشي غالِبه شوه، اوئې وئيل:

حَرِّقُوْهُ (پارہ:17، سورۀ انبیا:68)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا [اِبراهيم] وسيزئ.

يعنې اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام زمونږه معبودان مات کړي دي، لهذا ډير سخت وور بَل کړئ او هغوئي وور ته وغورځوئ...!!

دا صرف دهمکي  نۀ وه. ډير سخت وور بل کړے شو، د حکومت پۀ سطح  د دې وور انتظامات  وکړے شو، پۀ کتابونو کښې ليکلےشوي دي: کله چې دې خلقو د وور بلولو د پاره لرګي راجمع کول، تر ډيرو ورځو پورې يـې راجمع کړل، پۀ دغه دوران کښې به چې کوم مُشرک ته څۀ حاجت پيښ شو نو منښته به يـې کوله چې که زما دا کار اوشي نو د