Book Name:Himmat Wale Rasool
د خُدايۍ دعویٰ به يـې هم کوله. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د حضرت هارون عَلَیْهِ السَّلَام سره د هغه دربار ته تشريف يوړلو، ډير د همت او ډير د اِستقامت مظاهره يـې وکړه او د هغۀ پۀ دربار کښې يـې هغۀ له د نيکۍ دعوت ورکړو او ډير پۀ نرمۍ سره يـې ورکړو *حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام له تکليف ورکړے شو * د کورونو نه پۀ وتو يـې بنديز ولګولو * د هغوئي د وژلو منصوبې جوړې کړے شوې * قِسما قِسم تکليفونه ورته ورسولے شو خو حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام حوصله اونۀ بائلله، د صبر او اِستقامت سره يـې د نيکۍ دعوت ورکولو * بيا چې کله فرعون غرق شو نو هم د هغوئي قوم بني اسرائيلو سرکشيانې شروع کړې * کله به يـې ناشکريانې کولې * کله به يـې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ګستاخيانې کولې او تکليفونه به رَسَوَل * پۀ تورات شريف باندې عمل کولو ته تيار نۀ شو. د دې باوجود حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام حوصله اونۀ بائلله، د صبر او اِستقامت سره يـې د دِين کاري جاري وساتلو.
د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام صبر
بيا د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ژوند مبارک ته وګورئ! * د هغوئي پۀ پاکه مور بي بي مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها باندې الزامونه ولګولے شو * حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته قِسما قِسم تکليفونه ورسولے شو * د هغوئي د شهيد کولو منصوبې جوړې کړے شوې * هُم د هغوئي کلمه ويونکو منافقت وکړو * د هغوئي خلاف يـې سازشونه وکړل * د وخت حکمرانانو پۀ حکومتي سطح د هغوئي بائيکاټ وکړو * اخر يـې د شهيد کولو مکمل منصوبه جوړه کړه، اګر که الله پاک هغوئي ژوندے اسمان ته بوتللو خو د قوم سرکشۍ ته وګورئ! د هغوئي پۀ شان شکل والا کس يـې عيسیٰ وګڼلو او پۀ دار يې وخيژلو او پۀ لاسونو او ښپو باندې يـې ورله ميخونه ټَکوهل او مړ يـې کړو. ([1])