Book Name:Himmat Wale Rasool
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی خَاتَمِ النَّبِیِّيْنط
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط
وَعَلٰي اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰي اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې درودِ پاک لوستل پۀ پل صراط باندې نُور دے، څوک چې د جُمعې پۀ ورځ پۀ ما باندې 80 کرته درودِ پاک ولولي، د هغه به د 80 کالو ګناهونه معاف شي. ([1])
ذاتِ والا پہ بار بار دُرود بار بار اور بے شمار دُرود
بے عدد اور بے عدد تسلیم بے شُمار اور بے شُمار دُرود([2])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د درودِ پاک هم څومره ځانګړي شان دے، پل صراط کوم چې د ويښته نه نرے، د تورې نه تيرۀ او پۀ تيارۀ کښې ډوب دے، دلته پۀ دُنيا کښې محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې د درودِ پاک نذرانې وړاندې کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ پل صراط باندې به درته نُور ميلاؤيږي، د هغې پۀ رڼا کښې به پۀ پل صراط باندې تلل اسان شي. علامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د قيامت پۀ ورځ باندې چې به کله خلق پۀ پل صراط باندې تيريږي نو هٰغه وخت به د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک نُور پړقيږي، کوم چې به پۀ پل صراط باندې تيريدونکي پټوي، د چا چې به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني