Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د دې هر څه نه محفوظ پاتې شو، هغوئي ژوندے اوچت کړے شو، قيامت ته نزدې به بيا تشريف راوړي. البته د قوم سرکشۍ ته يـې وګورئ! څومره د سختو زړونو والا، ډير ظالم قوم وو کومو له چې هغوئي د نيکۍ دعوت ورکولو.

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صبر

بيا زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صبر مبارک ته وګورئ! * قريش د هغوئي د قبيلې والا وو، هغوئي د هغوئي مخالف شول * اَبو لـهب يـې سکه ترۀ وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره وتلو نو اَبو لـهب به ورپسې شاته شاته روان وو او پۀ کاڼو باندې به يـې ويشتو، مبارکې پوندې به يـې پۀ وينو باندې سرې شوې، د دې باوجود به مکي مَدَني، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم همت کولو، د صبر نه به يـې کار اخستو او پۀ اِستقامت سره به يـې د نيکۍ دعوت عام کولو.

صَحابئ رسول حضرت مُنِيب اَزدِي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د اِسلام قبلولو نه مخکښې ما د الله پاک اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وليدو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ګير چاپيره خلق راجمع شو، هغوئي فرمائيل: اے خلقو! لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ ووايئ! او کاميابي حاصله کړئ...!! خلقو (د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ صفا او رښتونې خبره باندې د غور کولو او د اِسلام قبلولو او د دوزخ نه د ازادۍ موندلو پۀ ځائے اُلټا) پۀ هغوئي باندې ظلمونه کول. مَعَاذَ الله! چا پۀ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې خاورې ور ويشتلې او چا ورته کنځلې کولې. تر ماسپښينه پورې هم دا معامله وه. بيا چې کله ټول خلق يو خوا بل خوا لاړل نو يوې زنانه پۀ غټ لوښي کښې اوبۀ راوړلې او پۀ خدمت کښې حاضره شوه او د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخ مبارک يـې وينځلو. ما هلته کښې د موجودو خلقو نه د هٰغې زنانه پۀ باره کښې پوښتنه وکړه نو هغوئي ووئيل: دا د دوئي (يعنې د رسول الله                                 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) لور زينب ده. ([1])


 

 



[1]... معجم کبیر،جلد :9، صفحہ:70، حدیث:17193 ملتقطاً۔