Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام کښې کم او زيات 313 رسولان دي([1]) کوم چې د باقي نبيانو نه افضل دي. بيا پۀ دې 313 کښې 5 اُولُو الْعَزْم رسولان دي. د دوئي مرتبه د نورو ټولو نه اوچته ده. بيا پۀ دې 5 کښې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه افضل او اعلیٰ دے. ([2])

تُوہی انبیا کا سرور، توہی دو جہاں کا یاوَر                 تُو ہی رہبرِ زمانہ مدنی مدینے والے

تُو خُدا کے بعد بہتر ہے سبھی سے میرے سرور ترا ہاشمی گھرانہ مدنی مدینے والے([3])

صبر څه ته وائي؟

الله پاک فرمائيلي دي:

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ (پارہ:26، سورۀ احقاف:35)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو (اے حبیبه!) تۀ صبر اوکړه څنګه چې د همت والا رسولانو صبر اوکړو.

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ودريدل ، پۀ خپلو ښپو باندې کلک ودريدو ته صبر وئيلے شي. حالات که هر څنګه وي، بنده پۀ خپل ځائے کلک ولاړ وي * څۀ سخته راشي     * پريشاني راشي * سخت مصيبتونه راشي، که هر څۀ وي، بنده پۀ خپل ځائے باندې قائم وي. دې ته صبر وئيلے شي. وګورئ چې پۀ حضرت اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَيَن رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې د کربلا پۀ ميدان کښې څنګه څنګه امتحانونه راغلل، 72 ملګري يـې د سترګو مبارکو په وړاندې شهيدان شول * د حضرت علي اصغر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مرۍ پۀ غشي ولګيده، حضرت اِمامِ حُسَيَن رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ترينه پۀ خپلو لاسونو غشے راويستو *وروڼه، وريرونه، خوريان، ځامن د سترګو د وړاندې شهيدان کيږي، اوبۀ بندې دي، د


 

 



[1]... مستدرک، کتاب تواریخ المتقدمین...الخ، جلد:3، صفحہ:492، حدیث:4222۔

[2]...بہارِ شریعت، جلد:1، صفحہ:54، حصّہ :1۔

[3]...وسائلِ بخشش، صفحہ:425 ملتقطاً۔