Book Name:Himmat Wale Rasool
دا د بني اسرائيلو ذِکر دے، بني اسرائيلو پۀ دُنيا کښې د غلامۍ ژوند تيرولو. فرعون او د هغۀ قوم به پۀ هغوئي باندې ظلمونه کول، 70 زره ماشومان دې بد بخته ووژل! او ډير ظلمونه يـې وکړل. يعنې بني اسرائيل پۀ ظاهره باندې دومره کمزوري وو، پۀ غلامۍ کښې وو خو الله پاک وفرمائيل: چې هغوئي صبر وکړو نو مونږ هغوئي ته امامت او پيشوائي عطا کړه. ([1])
معلومه شوه چې د صبر نتيجه اِمامت راوځي.
سبق پِھر پڑھ صداقت کا، عدالت کا، شجاعت کا
لیا جائے گا تجھ سے کام دُنیا کی امامت کا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا حقيقت دے. مونږ دا ګڼلې ده چې د مسلمانانو ترقي پۀ پيسه کښې ده، پۀ معاشي ترقۍ کښې ده. حقيقت دا نۀ دے. حقيقت دا دے چې د مسلمانانو ترقي پۀ صبر کښې ده، پۀ همت کښې ده، پۀ اِستقامت کښې ده.
الله پاک فرمائي:
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ (پارہ:26، سورۀ احقاف:35)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو (اے حبیبه!) تۀ صبر اوکړه څنګه چې د همت والا رسولانو صبر اوکړو.
دا زمونږ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حکم کيږي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! قوم تاسو تنګوي * کافران در باندې ظلمونه کوي * طائِف والؤ پۀ کاڼو هم وويشتو! * ابو جهل بد بخته د دښمنۍ انتها وکړه * ابو لـهب او د هغۀ ځوي د ګستاخۍ حد وکړو* خلق تاسو ته او ستاسو غلامانو ته تکليفونه رسوي. اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو د دې تکليفونو باوجود د نيکۍ دعوت جاري وساتئ! داسې صبر وکړئ! لکه څنګه چې اُولُو الْعَزْم (يعنې همت والؤ) رسولانو کړے دے.