Book Name:Himmat Wale Rasool
دې هر څۀ باوجود هغوئي پۀ خپل ځائے باندې کلک ولاړ وو. دا صبر دے.
دلته پۀ يوه خبره باندې ځان لږ پۀ توجه سره پوهه کړئ! علمائے کرامو ليکلي دي چې د الله پاک د معرفت طريقه دا ده چې بنده پۀ اَفعالِ اِلٰہی باندې ځان پوهه کړي([1]). الله پاک کوم څيز د کوم څيز نتيجه جوړه کړې ده، پۀ دې خبره باندې ځان پوهه کول، پۀ دې باندې غور کول، د دې سره حکمت ميلاؤيږي، د الله پاک پيژندګلو نصيب کيږي * د مثال پۀ توګه د محنت نتيجه څۀ ده؟ کاميابي. * د اِخلاص نتيجه څۀ ده؟ قُبُولِيَّت * د توکل نتيجه څۀ ده؟ د الله پاک خاص مدد ميلاؤيدل. ارشاد دے:
وَ مَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُهٗؕ- (پارہ:28، سورۀ طلاق:3)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې پۀ الله توکل اوکړي نو هغه د هغۀ د پاره کافي دے.
نو الله پاک پۀ دې دُنيا کښې هر څيز د بل څيز سره تړلے دے، چې دا کار وکړې نو دا نتيجه به يـې راوځي، چې هٰغه کار وکړې نو هٰغه نتيجه به يـې راوځي. دې ته اَفعالِ اِلٰہی وئيلے شي.
* اِمامت * رهبري * مشري * ليډر شِپ چې کوم دے نو دا د صبر نتيجه ده. دا د نوټ کولو خبره ده، صبر وکړئ، همت وکړئ، اِستقامت اختيار کړئ، که هر څنګه حالات هم راشي، پۀ خپله لاره باندې قائم اوسئ، کلک ودريږئ، د دې پۀ بدله کښې الله پاک اِمامت، مشري او رهبري عطا کوي. پۀ قرآنِ کريم کښې دي:
وَ جَعَلْنَا مِنْهُمْ اَىٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوْا۫ؕ- (پارہ:21، سورۀ سجدہ:24)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله بني اسرائيلو صبر اوکړو نو مونږه د هغوئي نه څۀ خلق اِمامان جوړ کړل کومو به چې زمونږه پۀ حُکم رهنمائي کوله.