Book Name:Himmat Wale Rasool
ګران وو او دې. کامياب هغه دے کوم چې صبر کوي، همت کوي، پۀ اِستقامت سره پۀ دِين باندې عمل هم کوي، د نيکۍ دعوت هم عام کوي. دا مونږ ته هم کول پکار دي.
د اُولُو الْعَزْم رسولانو صبر
اُولُو الْعَزْم رسولان د کومو د صبر پۀ شان صبر کولو حکم چې شوے دے. د هغوئي پۀ پاک ژوند باندې لږ غور وکړئ!
د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام صبر مبارک
حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام د زمانې پۀ لحاظ سره د ټولو نه وړومبے اُولُو الْعَزْم رسول دے. د هغوئي عمر د زرو کالو نه زيات وو، تر 950 کالو پورې هغوئي خپل قوم له د نيکۍ دعوت ورکولو، قوم يـې داسې سخت او داسې کټر کافران وو چې د 950 کالو د محنت باوجود هم صرف 80 کسانو کلمه ووئيله. د دې باوجود د هغوئي حوصلې اونۀ خوئيدلې، د هغوئي همت کمزورے نۀ شو، هغوئي پۀ اِستقامت سره مسلسل د نيکۍ دعوت ورکولو([1])، خلقو پۀ هغوئي باندې ظلم کولو، مَعَاذَ الله! هغوئي ته به جسماني تکليفونه ورکولے شو، تر دې پورې چې حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام به بے هوشه شو، بيا به چې کله پۀ هوش کښې راغلو نو د نيکۍ دعوت ورکول به يـې بيا شروع کړو. ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته غور وکړئ چې د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام څنګه همت وو؟ حوصله يـې څنګه عظيمه وه...؟ * نن چې مونږ درې څلور کرته علاقائي دوره اوکړو او څوک مو خبره نۀ اوري نو حوصله بائلو او علاقائي دوره بنده کړو * چې درې څلور ورځې درس ورکړو، ډير خلق پکښې شرکت اونۀ کړي نو حوصله بائلو او دَرس بند کړو * هر وخت قافله، قافله کوو او څوک هم د قافلې د پاره تيار نۀ شي نو هم