Book Name:Himmat Wale Rasool
عملۍ پروا يـې نه کوله. د دې باوجود هغوئي حوصله اونه بائلله، پرله پسې يـې د نيکۍ دعوت ورکولو.
کاش چې زمونږ هم همت او اِستقامت نصيب شي.
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم
مجھے تم ایسی دَو ہمت آقا دوں سب کو نیکی کی دعوت آقا
بنا دو مجھ کو بھی نیک خصلت، نبیّ رَحمت شفیعِ اُمّت
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام صبر
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دويم اُولُو الْعَزْم رسول حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دے. د هغوئي شان مبارک ته وګورئ! پۀ ټول قوم کښې يواځې وو.
د هغوئي والد صاحب او مور بي بي د اِيمان والا وو، د الله پاک يو منونکي وو خو خاموشي يـې اِختيار کړې وه. د دې نه علاوه د هغوئي د کور والؤ نه واخله تر د وخت د بادشاه نمرود پورې ټول قوم پۀ شِرک او کُفر کښې اخته وو. حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هُم يواځې د نيکۍ د دعوت کار شروع کړو.
دې ته هم وګورئ چې څومره د کمال خبره ده. يو طرف ته ټول قوم دے، بل طرف ته صرف يو د اُولُو الْعَزْم نبي حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دے. بعضې وخت مونږ وايو يا پۀ ذِهن کښې مو راځي چې زۀ خو يواځې يم، زۀ به څۀ وکړم.
د داسې سوچ کوونکو د پاره عرض دے چې وروره! شروع هم يو کَس کوي. * د يو نه دوه، دوه نه څلور، هُم داسې زياتيږي د 50 نه سل، بيا 1000، بيا لاکھ او کروړ جوړيږي * چې تاسو ته ووئيلے شي چې د زر پورې شمير وکړئ نو تاسو به د کوم ځائے