Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

آفر ورکړو. اوئې فرمائيل: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! که تاسو دُنيا هم قبوله کړئ! نو پۀ اخرت کښې به ستاسو حصه نۀ کمولے کيږي. عرض يـې وکړو: اے کريم مالکه! زۀ غواړم چې پۀ دُنيا کښې يوه ورځ وږے اوسم او صبر وکړم او يوه ورځ څه اوخورم  او ستا شُکر ادا کړم.

سُبْحٰنَ اللہ! دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دے. که مونږ پۀ مجموعي توګه د ذهنيت خبره وکړو نو پۀ افسوس سره وايم چې نن سبا زمونږ د ټِپ ټاپ والا سوچ جوړيږي. پيسه، پيسه او پيسه بس هم دا د ژوند شروع او خاتمه جوړه شوې ده. کاش چې مونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژوند مبارک پۀ خپل آئيډيل جوړولو کښې کامياب شو.

د محبتِ رسول  تاثير

دا خبره ياد ساتئ چې فَقْر د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د محبت تاثير دے. هر څيز تاثير [يعنې اثر] لري * وور سيزل کوي، دا د هغې تاثير [يعنې اثر] دے * د خوراک کولو سره لوږه ختميږي، دا د خوراک تاثير دے * دوايۍ خوړلو سره بيماري ختميږي، دا د دوايۍ تاثير دے. دغه شان د الله پاک د محبت هم يو اثر دے او د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د محبت هم يو اثر دے. حُضُور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک د محبت اثر، ازميښت دے (کله چې بنده د الله پاک سره محبت شروع کړي نو پۀ هغه باندې ازميښتونه(امتحانونه) راتلل شروع شي) او د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د محبت تاثير فَقْر  دے. ([1]) 

يو ځل يو کَس بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زۀ ستاسو سره محبت کووم. اوئې فرمائيل: که تۀ رښتونے يـې نو د فقر د پاره تيار شه! ځکه چې څوک زما سره محبت کوي، فقر د هغۀ طرف ته دومره پۀ تيزۍ سره


 

 



[1]... الفتح الربانی و الفیض الرحمانی، المجلس الثامن و العشرون، صفحہ:117۔