Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

د نيکۍ دعوت د پاره موقع جوړوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د ځان پوهه کولو يوه خبره هم ده. هغه دا چې د نيکۍ دعوت ورکول وي نو د دې طريقه دا نۀ ده چې مونږ د کتلو، سوچ نه بغير بس خبرې شروع کړو. نا...!! دې د پاره موقع لټول پکار وي، که موقع نۀ جوړيږي نو موقع جوړول پکار وي. وګورئ چې قوم د خپل اختر کولو د پاره د ځنګل طرف ته روان وو، حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پوره موقع جوړه کړه، هغوئي د اختر د پاره تشريف نۀ وړلو، پۀ کور کښې پاتې شو، چې ټول لاړل نو بيا هغوئي بُتان مات کړل، يو پوره ماحول جوړ کړے شو، بيا چي کله موقع راغله نو بيا هغوئي قوم پوهه کړو.

معلومه شوه چې د موقعې جوړول ضروري دي. ګنې بے موقعې د نيکۍ دعوت هم خپل اثر پريږدي. مثلاً * مخامخ کَس بيمار دے او مونږ هغه له پۀ قافله کښې د شرکت دعوت ورکوو * مخامخ کَس خپل څۀ غم راوړے دے او مونږ ورته شروع شو چې تۀ نـمونځ نۀ کوې، دا پريشانۍ پۀ دې وجه باندې دي، وغيره وغيره. نه وروره! داسې مۀ کوئ! موقع جوړه کړئ، بيا اُميد ساتئ، حوصله کوئ، که درې څلور وظيفې درته يادې وي نو ورته يـې وښايئ. بيا پۀ ښو الفاظو کښې پۀ حکمت سره ورته د نـمونځ ، روژې دعوت ورکړئ. بيا به چرته کار وشي. داسې بعضې وخت د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره پوره ماحول جوړول پکار وي. د دې د جوړولو طريقه هم مونږ له راتلل پکار ده.

جسے نیکی کی دعوت دوں اُسے دیدے ہدایت تُو

زُباں میں دے اثر کردے عطا زورِ قلم مولیٰ

د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام صبر

 دغه شان حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هم اُولُو الْعَزْم  رسول دے * هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام وو او د هغوئي سره د هغوئي ورور حضرت هارون عَلَیْهِ السَّلَام وو، فرعون کافِر هم وو، بادشاه هم وو،