Book Name:Himmat Wale Rasool
اِبراهيم (عَلَیْهِ السَّلَام) د سيزلو د پاره به دومره لرګي راوړم. ([1])
د قوم دا حالت وو. بيا هغوئي لرګي راجمع کړل، وور بَل کړے شو. دا ډير سخت وور وو، د دې د پاسه تر ډيرو کلوميټرو پورې مرغۍ هم نۀ شوې تيريدلے، دومره زيات وور وو. بيا دا سوچ وکړئ چې اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام به دې وور ته څنګه اچوي؟ نو مَنجَنِيق (يعنې ګولې ويشتونکے د توپ پۀ شان مشين) جوړ کړے شو. حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام يـې پۀ هغې کښې وتړلو، بيا يـې وتړلو او د وور طرف ته يـې اوچت ور ويشتلو. ([2])
اوس لږه د صبر او همت نظاره هم وکړئ! حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ هوا کښې د وور طرف ته روان دے، يو څو منټه پس به د سخت وور پۀ مينځ کښې وي، هٰغه وخت حضرت جبرائيلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضر شو، عرض يـې وکړو: اے اِبراهيمه! که څۀ حاجت وي نو وفرمايئ! وئې فرمائيل: حاجت خو شته خو تاسو نه نۀ. جبرائيلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام اووئيل: نو د چا نه چې دے، هغه ته ووايئ! وئې فرمائيل: هغه [زما حال] ويني، هغۀ ته د وئيلو حاجت نشته. ([3])
اَللہُ اَکْبَر! څنګه صبر دے، څنګه همت دے، پۀ الله پاک باندې څومره عظيم يقين دے. بيا د دې نتيجې ته هم وګورئ! څومره عظيمه ميلاؤ شوه. هٰغه وور کوم ته چې نزدې کيدل هم ممکن نۀ وو، الله پاک هٰغه وور د اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د پاره د ګلونو باغ جوړ کړو.
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے صبر، دا دے همت، دا دے اِستقامت...!! که د نيکۍ دعوت عام کول وي، پۀ دِين باندې عمل کول وي نو د داسې همت، د داسې صبر حاجت دے بلکې که رښتيا ووايم که د دې صبر او همت يوه ذره هم زمونږ نصيب شي نو پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې به مو مزې شي. ډاکټر اِقبال څنګه ښکلې خبره کړې ده:
آج بھی ہو جو بَرَاہِیم کا اِیْماں پیدا آگ کر سکتی ہے اندازِ گلستاں پیدا([4])