Book Name:Himmat Wale Rasool
نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! *مکتبۃُ الْمدینہ وړاندې کوي د علم او حکمت خزانه، د روحانيت عظيمه تحفه، د دين او دنيا د بهتر جوړولو والا خبرو باندې مشتمل کتاب: بزرگانِ دین کے 40 اقوال. دا کتاب د مکتبۃُ الْمدینہ د هرې څانګې نه د 110 روپو په قيمت طلب کولے شئ.
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: اَلسَّلَامُ قَبْلَ الْکَلَامِ: سلام د خبرو اترو نه مخکښې دے. ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مسلمان سره د مُلاقات پۀ وخت سلام کول سُنَّت دي *د سلام کولو پۀ وخت دې دا نيت وي چې چاته سلام کووم د هغۀ مال او عزت هر څۀ زما پۀ حفاظت کښې دي او زۀ پۀ دې کښې پۀ هر څيز کښې مداخلت کول حرام ګنړم * پۀ ورځ کښې چې څو ځل هم ميلاؤيدل وي، يوې کمرې وغيره ته بيا بيا تلل راتلل وي