Book Name:Himmat Wale Rasool
هلته موجودو مسلمانانو ته سلام کول د ثواب کار دے * پۀ سلام کښې پهل [يعني وړومبے والے] کول سنت دي * پۀ سلام کښې پهل [يعني وړومبے والے]کوونکے د الله پاک مُقَرَٓب [يعني الله ته نزدې بنده] دے * سلام کښې پهل [يعني وړومبے والے] کوونکے د تکبر نه بَري [يعني ازاد] دے. *پۀ اول سلام کوونکي باندې 90 رحمتونه او په جواب ورکونکي باندې 10 رحمتونه نازليږي. *پۀ اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ وئيلو سره 10 نيکۍ ميلاويږي. چې ورسره وَرَحْمَةُ اللہِ هم ووئيلے شي نو 20 نيکۍ به شي. او چې ورسره وَبَرَکَاتُهُ شامل کړئ نو 30 نيکۍ به شي. * دغه شان پۀ جواب کښې د وَعَلَیْکُمُ السَّلَامُ وَرَحْمَةُ اللہِِ وَبَرَکَاتُه وئيلو سره 30 نيکۍ حاصليدے شي * بعضې خلق د سلام سره د جَنَّتُ المَقَام او دوزخُ الحرام ټکي هم زياتوي دا غلطه طريقه ده او دا جمله د لغت پۀ لحاظ سره هم غلطه ده بلکې بعضې ځوانان خو مَعَاذَ الله! پۀ ټوقو کښې تر دې پورې وائي چې ستا بچي زمونږه غلامان. امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ فتاوي رضويه جلد 22 صفحه 409 باندې فرمائي: کم از کم اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ او د دې نه بهتر وَرَحْمَةُ اللہ ميلاوهل او د ټولو نه بهتر وَبَرَکَاتُهُ شاملول دي او پۀ دې باندې زياتي څۀ نشته. سلام کوونکے اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ ووئي نو پۀ جواب کښې وَعَلَیْکُمُ السَّلَامُ وَرَحْمَةُ اللہِِ وَبَرَکَاتُه ووايئ او که چرې سلام کوونکي اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَةُ اللہِِ وَبَرَکَاتُه ووائي او سلام کوونکي د وَبَرَکَاتُه پورې ووئيل نو جواب ورکوونکے دې هم دغه همره ووائي د دې نه زيات څۀ نۀ* د سلام جواب فوراً او پۀ هم هٰغه همره اواز کښې ورکول واجب دي چې سلام کوونکے يـې واوري*د سلام او د سلام د جواب صحيح تلفُٓظ ياد کړئ. اول يـې زۀ وايم او تاسو يـې واورئ او بيا يـې ووائيئ: اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ (اَسْ. سَلا.مُ. عَلَیْ. کُمْ) اوس زۀ اول جواب وايم بيا يـې تاسو ووايئ: وَعَلَیْکُمُ السَّلام (وَ.عَ.لَیکُ.مُسْ. سَلام). ([1])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او