Book Name:Himmat Wale Rasool
راځي چې سيلاب هم دومره پۀ تيزۍ سره د خپل منزل طرف ته نۀ ځي. ([1])
خير په دې خبره ځان پوهه کول پکار دئ، که د غير مسلمو سره مال او دولت زيات دے، هغوئي ډير مالداره دي نو دا د پريشانۍ خبره نۀ ده، د خوشحالۍ خبره ده، بلکې دا د دې خبرې نخښه ده چې نن هم د مسلمانانو پۀ زړونو کښې د عشقِ رسول شمعې بليږي. الله پاک دې مونږ ته د دُنيا پۀ مشکلاتو باندې صبر رنصيب کړي.
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم.
اُولُو الْعَزْم رسولان څوک دي...؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ چې کوم حديثِ پاک واوريدو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې کښې د يو آيت مبارک تلاوت وفرمائيلو، الله پاک فرمائي:
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ (پارہ:26، سورۀ احقاف:35)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو (اے حبیبه!) تۀ صبر اوکړه څنګه چې د همت والا رسولانو صبر اوکړو.
حضرت عبد الله بن عبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما صحابئ رسول دے، فرمائي: اُولُو الْعَزْم رسولان 5 دي: (1): خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني محمدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (2): حضرت نوح عَلَیْهِ السَّلَام (3): حضرت ابراهیم عَلَیْهِ السَّلَام (4): حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام او (5):حضرت عیسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام.
دا هم ياد ساتئ چې پۀ نبوت کښې ټول نبيان برابر دي. البته د درجو پۀ لحاظ سره پۀ دوئي کښې بعضو ته پۀ بعضو باندې فضيلت حاصل دے. ([2]) دا د عقيدې خبره ده، ياد ساتئ چې * پۀ ټول مخلوق کښې انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام د ټولو نه افضل دي. ([3]) بيا پۀ