Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے صبر، اِستقامت، همت، کلکه اِراده...!! الله پاک فرمائي:

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ (پارہ:26، سورۀ احقاف:35)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو (اے حبیبه!) تۀ صبر اوکړه څنګه چې د همت والا رسولانو صبر اوکړو.

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هم دا زمونږ د پاره سبق دے. صبر کوئ، همت کوئ، اِستقامت اِختيار کړئ، د نيکۍ پۀ دعوت ورکولو کښې، پۀ دِين باندې پۀ عمل کولو کښې، پۀ هر يو ميدان کښې صبر او همت او اِستقامت اِختيار کړئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ هر يو ميدان کښې به کاميابي حاصله شي. اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي:

تمہیں اے مُبَلِّغْ! یہ میری دُعا ہے                           کئے جاؤ طے تم ترقی کا زینہ

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم.

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: علاقائي دوره

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو، د نيکۍ د جذبې موندلو، د صبر او د رضا د خوبيانو حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ، پۀ 12 ديني کارونو کښې عملي طور شرکت وکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به مو د دين او دنيا بے شميره خيرونه نصيب شي. پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار علاقائې دوره هم ده.

* د حديثِ پاک خلاصه ده: پۀ کومه ښپه باندې چې د الله پاک پۀ لاره کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نۀ ورنزدې کيږي ([1]) * د نيکۍ د دعوت ورکولو، د ګناه نه د منع کولو د پاره د کور نه وَتل هم د الله پاک پۀ لاره کښې وَتل دي * زمونږه خوږ


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:6، صفحہ:507، حدیث:16356۔