Himmat Wale Rasool

Book Name:Himmat Wale Rasool

آقا او مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د نيکۍ دعوت ورکولو د پاره بازارونو ته تشريف وړلو * مختلفو قبائلو ته به يـې د تللو سره هم د نيکۍ دعوت ورکولو. * د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې ښکلې ادا د ادا کولو کوشش وي * کور کور، دُکان دُکان ته د تللو سره د نيکۍ دعوت ورکولے شي * خلقو ته ومات ته د راتللو دعوت ورکولے شي * د نـمونځونو ترغيب ورکولے شي * مونږ دې ته علاقائي دوره وايـو * تاسو هم د عاشقانِ رسول سره پۀ شريکه علاقائي دوره کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ سُنت باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب به ميلاويږي * د حديثِ پاک مطابق د نيکۍ لاره ښودلو والا، د نيکۍ کولو والا پۀ شان دے ([1]) * که زمونږ د نيکۍ پۀ دعوت يو کَس هم نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو نو يقين وکړئ چې مزې به مو شي. د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورئ:

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

شرابي د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو  

د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله (ګجرات، هندوستان) ته ورسيدله، قافله کښې شرکت کوونکو د علاقائي دورې د پاره د جومات نه بهر تشريف يوړلو، پۀ علاقائي دوره کښې پۀ يو شرابي باندې انفرادي کوشش وکړے شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هٰغه شرابي د قافلې والؤ سره د جومات طرف ته روان شو، اِسلامي وروڼو د هغه سره دومره د ښۀ اخلاقو مظاهره وکړه چې هغه 6 ورځې د مَدَني قافلې والؤ سره وو، د علاقائي دورې پۀ برکت او د عاشقانِ رسول د صحبت پۀ وجه هغه د ګناهونو نه توبه کړه، ګيره مبارکه يـې لويه کړه، عمامه شريف يـې هم پۀ سر کړه او د قافلو مسافر هُم جوړ شو.

گر آئے شرابی مٹے ہر خرابی                                                                          چڑھائے گا ایسا نشہ دینی ماحول


 

 



[1]... ترمذی، ابواب العلم، باب ماجاء الدَّال...الخ، صفحہ:628، حدیث:2670۔